امنیت

په لغمان کې د وسله والو طالبانو له خوا ويجاړشوى پل بيا رغاول کيږي

-کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٢٧ :
دلغمان ولايت سيمه ييز مقامات هلې ځلې کوي چې د طالبانوله خوا ويجاړشوى پل بيا ورغاوي .
دغه پل چې د ابوزبيوپل په نامه نومول شوى دى، دپنجشنبې د شپې د دولسو بجوپه شاوخواکې د الينګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يوې ډلې طالبانو له خوا وچول شو او ويجاړشو.
دغه پل په  دې وروستيو وختو کې د نړيوالې ټولنې په مرسته د نږدي يو مليون ډالرو په لګښت  جوړشوى و او د الينګارولسوالۍ او د لغمان د نورو سيمو تګ راتګ يې اسانه کړى و.
د لغمان والي فضل الله مجددي باختراژنس ته وويل چې دوى هلې ځلې کوي چې دغه پل د مرسته کوونکو مرکزونو د مرستو په جلبولو سره  ډير ژر بيا ورغاوي.
دلغمان والي دغه رازامنيتي چارواکو ته لارښوونه کرې ده  چې ډير ژر ددغه ستر پل د ويجاړولو عاملين ونيسي .
دهغې سيمې اوسيدونکي چې دغه پل پکې موقعيت لري وايي چې وسله والو طالبانو دغه پل  له چاوديدونکو توکو څخه په استفادې سره وچاوه.
په افغانستان کې وسله وال طالبان په وګړنيو تاسيساتو په بريدسره ښودلې ده  چې  د افغانستان بيارغاونې او د افغانانو د سو کالۍ په وړاندې سترګواښ دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته