نړۍ

د سعودي عربستان يو ټيپلومات په يمن کې ووژل شو

صنعاډي ډان   باختردلندي دمياشتې  ٩ :
وسله والو کسانو پرون ديمن پايتخت صنعا په ښارکې د سعودي عربستان يو ډيپلومات او د هغه يمني ساتوونکى يې و واژه .
د يوامنيتي خبرځاى د څرگندونوله مخې: داسې ښکاري چې دغه بريد د القاعده  د شبکې له  خوا ترسره شوي وي .
بريدکوونکي چې په څلورو موټرونو کې سپاره وو؛ د وليد آل انيزې په نقليه واسطه يې ډزې وکړې چې له امله يې دغه ډيپلومات او يمني ساتونکى يې ځاى پرځاى ووژل شو.
تراوسه پورې ددغه بريد مسووليت  چاپه غاړه نه دې اخيستې، خو د يمن امنيتي
مامورينو د دغه بريد ترشا القاعده شبکه بولي .
د يمن يو امنيتي مامور وويل: که چېرې په دغه قضيه کې د القاعده شبکه لاس ولري؛ دا د دغې شبکې لومړني بريد دى چې له موټرو څخه د ترور په خاطر  کاراخيستل شوى دى .
د القاعده ياغيانو پخوا له بې پليټه موټرسايکلونو څخه استفاده کوله.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته