امنیت

دبغلان پوليسو داياک ته خپل جنګي وسلې وسپارلې .

کابل باخترد چنګاښ  نولسمه :
په بغلان کې  دداياک مسوولينو ته  ٣١ وسلې وسپارلې شوې .
دبغلان ولايت  امنيه قوماندان جنرال اکرام الدين  سريع دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو وسلو کې دتوغندي ويشتونکو دوه قبضې ، دوه پيکاوې ، شپږ تومانچې او يوکلاشينکوف  شاملې دي چې دملي دفاع وزارت داستازي  او دکميسيون دمسوولانو په وړاندې راټولې او وسپارلې شوې .
جنرال سريع  رسنيو ته وويل چې دغه سپارل  شوي  جنګي وسايل په دغه ولايت کې دغير مسوولو وسله والو  کسانو او دنشه يي توکو له  قاچاق وړونکو ډلو څخه راټولې  شوې وې .
  ختم_ شکريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته