
کابل باختر د وږي اوولسمه :
ټاکل شوې ده دافغانستان دکرکټ دغوره ليک سيالى دروان کال دتلې دمياشتې په ديارلسمه نيټه د عربي متحده اماراتو دشارجې په ښار کې پيل شي چې اوولس ورځې به دوام کوي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، د افغانستان دکرکټ بورد رييس عاطف مشعل نن په يوه خبري غونډه کې وويل دافغانستان دکرکټ دغوره ليک په سياليو کې دکابل ، بلخ ، ننګرهار ، قندهار ، او دپکتيا ټيمونه شامل دي چې پخوا دهندي شرکتونو له خوا تر يو مليون افغانيو پورې پيرودل شوي دي .
په دې سياليو کې شپيته تنه افغان لوبغالي به دنړۍ دغوره لوبغالو په وړاندې سيالي وکړي .
ختم _ ج _ اکرم