کابل باختر دسلواغې دمياشتې ١٨ :
پنځه تنه وسله وال طالبان په کندز ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره د نښتې په بهير کې وژل شوي دي .
دغه جګړه تيره شپه دکندز ښار ته څيرمه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دسرتيرو په ګزمي بريد وکړ .
د کندز ولايت د امنيې قوماندانۍ يوه مسوول باختراژانس ته وويل : چې په دې جګړه کې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل : په دي دوه ساعته نښته کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان
نه دى اوښتى .
له بلې خوا دکندز ولايت امنيتي مامورينو د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو ديوې ډيپو دکشفولو خبر ورکړ .
دغه ډيپو تيره شپه د امام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف شوې ده .
ويل کيږي چې په دې ډيپو کې په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
دکندز ولايت امنيتي مسوولين وايي چې د دغې ډيپو دکشفولو په وخت کې وسله وال طالبان په ساحه کې نه وو .
0 1 دقیقه لوستل