ورزش

حامدکرزي د ٢٠١٥ نړيوال جام ته دافغانستان دکرکټ دملي ټيم دلارې موندنې له امله مبارکي وويله .

 کابل باختر د تلي دولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دکينيا د کرکټ دملي ټيم په وړاندې  دافغانستان دکرکټ دملي ټيم دبرياليتوب له امله چې دهغه په نتيجه کې دهيواد دکرکټ ملي ټيم د ٢٠١٥ نړيوال جام ته لاره وموندله  دافغانستان دکرکټ ملي ټيم اوملت ته مبارکي  وويله .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ :
دافغانستان  دکرکټ ملي ټيم نن دکرکټ په نړيوالو سياليو کې چې دمتحده عربي اماراتو په شارجې  کې پيل شوې وې وکولاى شو د کينيا دملي ټيم په وړاندې په برياليتوب سره  د ٢٠١٥ نړيوال جام سياليوته چې په آستراليا کي ترسره کيږي لاره ومومي .
  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي وويل  :  چې دکرکټ دملي ټيم لوبغاړو په خپلو پرله پسې هلوځلو سره وکولاى شول د ٢٠١٥ نړيوال جام په سياليو کې  دهيواد دکرکټ دملي ټيم لاره  موندنه  قطعي کړي .
دغه راز دهيواد جمهور رييس نن له غرمې وروسته دکرکټ بورد له مدير بشير ستانکزي سره د ټيلفوني اړيکې په ترڅ کې دهيواد دکرکټ دملي ټيم دبرياليتوب له امله ده  او دافغانستان دکرکټ دملي ټيم ټولو لوبغاړو ته مبارکي  وويله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته