سیاست

خدمتي سرتيري به خپلو دندو ته ستانه شي.

-کابل باختردسلواغې دمياشتې ديارلسمه
له زورواکانوسره غیر قانوني خدمتي سرتيري به خپلو اصلي دندو ته ستانه کړي.
دغه څرګندونې د  پکتيا والي زلمی وېسا په هغه اونیزه امنیتي غونډه کې وکړې چې د دغه ولایت د عمومي امنیتي حالت د څېړلو په موخه رابلل شوې وه.
د ګډې همغږۍ قومندان ډګروال سید عمر وويل چې په تېره اونۍ کې په پکتيا ولایت کې د افغان ځواکونو له خوا ۱۱ بېلابېل عمليات ترسره شوي چې وسله والو مخالفينو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
ده زياته کړه چې په همدې موده کې افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی خو په خبره يې چې یو ملکي وګړی د وسله والو مخالفينو په ډزو کې د زرملی په ولسوالۍ کې ټپي شوی، چې اوس تر درملنې لاندې دی.
د پکتيا امنیه قومندان مل پاسوال قادر ګل ځدراڼ وويل چې په تېره اونۍ کې د ملي امنيت او ملي پولیسو په ګډو عملیاتو کې څلور تنه هغه سړي تښتونکي نيول شوي دي چې د سېدکرم ولسوالۍ د لوی خوړ په سيمه کې یې د یوه سوداګر د تښتولو هڅه کړې وه.
د دویمې سرحدي لوا قومندان وويل چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې شته تهديدونو ته متوجې دي او په پوره قوت سره به د دښمن د ورانکارو کړنو مخه ونيسي.
د پکتيا د ولایتي شورا رېیس ډاکټر الله مير بهرامزوی وويل چې په ولسوالیو کې ټولې دولتي ادارې فعالې شي.
پکتيا والي ښاغلي زلمي وېسا په خپلو خبرو کې وويل چې په ولسوالیو کې د دولتي مامورينو د حاضرۍ یقيني کولو لپاره یې که څه هم ګامونه اخيستي دي خو له دې وروسته به هغه کسان له دندې ګوښه کړي چې خپلو دندو ته نه حاضريږي. والي وويل قانون به پر ټولو يو ډول تطبيق کړي او له زورواکانو څخه به هغه سرتيري بېرته دندو ته ستانه کړي چې له دوی سره په غیر قانوني توګه په خدمتي ډول دنده ترسره کوي.
والي دغه راز له امنيتي ځواکونو څخه هيله وکړه چې په بازار کې د غیر اخلاقي فلمونو د پلورونکو په مخنيوی سره ځوانان له بېلاريتوب وژغوري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته