امنیت

د رزوګان په چنارتو ولسوالۍ کې ۱۶ تنه وسله وال ووژل شول

ترينکوټ باختر د لړم د میاشتې ۲۹ مه
د روزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ په کوناتالا سيمه کې پرون د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوي چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چنارتو ولسوالۍ امنيه قوماندان دوهم څارن اختر محمد د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې تېره شپه د دغې ولسوالۍ په کوناتالا سيمه کې د وسله والوطالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته شوې، چې آن کرۍ ورځ یې دوام وکړ او پر مهال يې ۱۶ تنه وسله وال وژل شوې او ۴ نور ژوبل شوي دي.
هغه زیاتوي چې په دې نښته کې ۱۲ تنه پولیس هم شهیدان شوي او ۲ تنه نور ژوبل شوي دي.
امینه قومندان له مرکزي دولت څخه غواړي، چې پوځي مرستې ورته ورسوي او په دغې ولسوالۍ کې د ملي اردو د میشتو سرتیرو شمېر هم زیات کړي.
د یادونې وړ ده، چي شاوخوا پنځلس ورځې مخکې هم ددغې ولسوالۍ پر یو شمېر امنیتي پوستو وسله والو مخالفانو پراخ بریدونه وکړل، چي پر مهال يي دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي وه.
د چنارتو ولسوالي د مرکز ترینکوټ ختیځ لور ته شاوخوا ۴۰ کیلومترې کې پرته ده، چې له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې يې لاره تړل شوې او اوسیدونکي يې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته