سیاست

جمهوررئیس غني د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي خپل حضور ته ومانه

کابل باختردوږي دمياشتې٢٤نيټه : 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌ محمود قریشي نن ماسپښین په ګلخانې ماڼۍ کې خپل حضور ته ومانه.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د امنیت، په سیمه کې د سولې او ثبات، له تروریزم سره پر ګډې مبارزې، د افغانستان او پاکستان د عمل پلان په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.
د هېواد جمهوررئیس د افغانستان او پاکستان د عمل پلان ارزښت ته په اشارې وویل، دا هراړخیز پلان دی او موثریت به یې هغه مهال د پام وړ وي چې بشپړعملي او تطبیق شي.
په دې کتنه کې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د پرمختګ او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت سولې پروسې څخه د پاکستان د ملاتړ په اړه  د بحث ترڅنګ، د هغه پر هر اړخیز تطبیق ټینګار وشو.
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته