کابلباخترددوږي دمياشتې ٢٥
دکاپيسا ولايت دنجراب ولسوالۍ په مربوطاتو کې تيره شپه دافغان ګډو ځواکونو په عملياتو کې څلورتنه وسله وال طالبان ووژل شول اوڅلورتنه نور يې ټپيان شول .
دکاپيسا ولايت د امنيې قوماندانۍ داو پراسيون آمر اسدالله حميدي باخترآژانس ته وويل : دغه عمليات تيرماښام د نجراب ولسوالۍ په افغانيه ، دره پچغان او دره غين په سيمو کې پيل شوي دي او تر اوسه پورې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي اوڅلورتنه نور يې ټپيان شوي دي .
حميدي وا يي چې د افغانيه سيمه د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوې ده اواوس عملياتي ځواکو نه د دره غين او دره پچغان په لور دپرمختګ په حال کې دي
خبرځاى زياته کړه چې په دغوعملياتو کې دوه تنه سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي خوملکي و ګړو ته زيان نه دى اوښتي .
ويل کيږي چې عمليات لاتر اوسه پورې د وام لري .
0 1 دقیقه لوستل