امنیت

دامنيتي ځواکونوپه کاروان دځانمرګي بريد له امله دوه تنه شهيدان او لس تنه نور ټپيان شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩ :
په هلمند ولايت کې پرون دامنيتي ځواکونوپه کاروان د ځانمرګي بريد له امله دعامه  محافظت  دپوليسو دوه تنه سرتيري شهيدان  او  دملکي وګړو په ګډون لس تنه  نور ټپيان شول.
دهلمند ولايت وياند  عمر ځواک دباخترآ ژانس خبريال ته وويل :  دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه  چې   ځانمرګو يرغلګرو    په  چاوديدونکو  توکو بار خپل موټر دلښکرګاه ښار دوه لاري په ساحه کې  چې هلمند له قندهار سره نښلوي د عامه محافظت دپوليسو  کاروان ته ورساوه  او  ويې  چاوه .
دځواک دڅرګندونوله مخې، په دې ځانمرګي بريد کې دعامه محافظت دپوليسو دوه تنه سرتيري شهيدان او دملکي وګړو په ګډون لس تنه نور ټپيان شول.
دهلمند ولايت وياند زياته کړه  چې ددغې پيښې ټپيان  روغتون ته ليږدول شوي او دڅلورو تنو روغتيايي  حالت خراب بلل شوى دى.
دهېواد په جنوب کې دهلمند ولايت  يو له ناامنو ولايتونو څخه دى  چې طالبان په زياترو ولسواليو کې يې  نفوذ لري . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته