کابل باختر د چنګاښ اوولسمه :
دبغلان ولايت په مربوطاتو کې پنځه څلويښت زره هکتاره کرنيزه ځمکه دزيان رسوونکو ملخانو له شتون څخه پاکه شوه .
دملخانو پرخلاف دمجادلې کمپاين چې درې مياشتې مخکې دبغلان ولايت دکرنې اواوبو لګولو رياست له خوا پيل شوى و پرون پاى ته ورسيد .
ددغه پروګرام په تطبيق سره په پلخمري ښار او دبغلان ولايت ددهنه غوري ، دوشي اونهرين دولسواليو په مربوطاتو کې څه دپاسه پنځه څلويښت زره هکتاره کرنيزه ځمکه پاکه شوې ده .
دبغلان ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست دبوټو دساتنې مسوول محمد اصغر صوفي زاده باختراژانس ته وويل چې دغه پروګرام دنهه زره شپږ سوه ليترو خزنده وژونکو موادو او د اړوندو تجهيزاتو په کارولو سره تطبيق شوى دى .
ويل کيږي چې په روان کال کې داندراب ، دده صلا ، مرکزي بغلان او دپل حصار په مربوطاتو کې دپټاټو شپږ سوه ديرش هکتاره کرونده هم دپټاټو دقانغوزک له شتون څخه پاکه شوې ده .
صوفي زاده وويل چې همدا اوس ددغه ولايت په کروندو کې دخټکيو دمچانو دله منځه وړولوکار دوام لري .
0 1 دقیقه لوستل