کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٧ نيټه :
د کانکريټي خنډونو کار دکابل ښار د پنځمې ناحيې په مربوطاتوکې دوام لري.
تر اوسه پورې د کويټې جومات سړک له خنډونو پاک شوى او دغه سړک د لارويانو پرمخ خلاص شوى دى.
د کابل ښاروالۍ مالي او اداري معين احمد شعيب رحيم د باختر آژانس خبريال
ته وويل: ټاکل شوې ده موظف هيئت له پخوا برابر شوي مهال ويش سره سم له
استثنا پرته د ښار له بېلابېلو برخو څخه او له سړکونو په پليو لاروکې د پاتې شوي خنډونه لرې کړي.
پاى سعيده ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ