امنیت

په ننګرهار کې دانسان تښتونې په تور شپږو تنو ته اوږد مهال بند.

کابل باختر د لړم اوومه :
په ننګرهار ولايت کې يوې محکمې شپږ تنه دانسان تښتونې په تور په اوږد مهال بند محکوم کړل .
په دغو کسانو دننګرهار ولايت ديو اوسيدونکي دتښتونې تور لګول شوى دى او ويل کيږي چې  ددغې پيښې په اړوند نيول شوي دي له بلې خوا هم پوليس وايي چې دغه شپږ تنه په ننګرهار کې د انسان تښتونې ديوه بانډ غړي .
دننګرهار ولايت داستيناف  محکمې رييس عبدالولي  قاضي زاده دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه شپږ تنه هريو دانسان تښتونې دتور دسندونو او شواهدو په پام کې نيولو سره په شپاړلس کاله بند محکوم شول .
ده وويل:  دمحکمې حکم  وروستى نه دى او تورن کسان کولاى شي دتميز غوښتنه وکړي .
محکمې اووه تنه نور چې په دې انسان تښتونه کې دګډون تور پرې لګول شوى و دکافي سندونواو شواهدو دنه شتون په دليل  بيګناه وبلل  او دهغوى دخلاصون پريکړه يې وکړه .
ديوبل خبر له مخې :ننګرهار ولايت په استيناف  محکمه کې څوارلس تنه دډول ډول  جرمونو په تور په مجازاتو محکوم شول .
په دغو کسانو دغلا ، انسان تښتونې دنشه يي توکو د قاچاقو او دشرابو دڅښاک تور لګول شوى و چې هر يويې  له دوو څخه تر لسو کلونو پورې په بند محکوم شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته