امنیت

دکورنيو چارو وزارت امنيتي معين : له ننني امنيتي حالت څخه خوښ يو .

کابل باختر د  تلي اته ويشتمه :
دبيلابېلو امنيتي بنسټونو  مقاماتو دکورنيو چارو وزارت دسوق او ادارې  له مرکز څخه  خبرورکوي  چې اويا زره تنه  امنيتي ځواکونه دراى ورکونې بهير  دامنيت دتامينولو په خاطر نن دهېواد په بېلابېلو سيمو کې  ګومارل شوي دي
دغه راز ددغه مرکز  مسوولين وايي  چې  دوسله والو مخالفينو له خوا دلوړو امنيتي ګواښونو له امله  ستونزې لږې وې .
  ددوى دڅرګندونوله مخې ،  د خلکو دښمنانوددغه بهير دګډوډولو په  خاطر زياتې هلې ځلې وکړې  خو دفاعي ځواکونه  د څلورو تنو مشکوکو کسانو  په نيولو بريالي شول .
دکورنيو چارو وزارت امنيتي معين وايي  په ټوليزه توګه له ننني  امنيتي حالت څخه  خوښ يو .
  ختم_  ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته