کابل، د کب ۲۷مه، باختر
د حج او اوقافو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر اطلاعاتي آژانس ته خبر ورکړی، چې نن د کب میاشتې ۲۷ مه نېټه د یکشنې ورځ، چې د روژې د مبارکې مياشتې له اوومې ورځې سره برابره ده، په کابل ښار او ورڅېرمه سیمو کې روژه ماتی ۶:۴ دقیقې او د پېشلمي پاى ۴:۳۵ دقیقې ټاکل شوى دى.
کابل مېشتي هېوادوال دې خبر وي.