فرهنګ

تبصـــــره :

کابل باختر دثور دمياشتې ٥ :
په افغانستان کې  دکتاب نړيواله ورځ په داسې  حال کې نمانځل کيږي چې په دغه هېواد کې دمطالعې فرهنګ  پيکه شوى دى اوسره له دې  چې نوې پيړۍ  دمطالعې، څيړنې اوتکنالوژۍ پيړۍ ده  زموږ دزده کړو اومطالعې بهېرمحدود اوناڅيز دى.
دباخترآژانس مبصر ليکي :
دثور دمياشتې دويمه ،کال په کال په نړۍ کې دمطالعې دنړيوالې ورځې په توګه نمانځل کيږي او بشريت  په دې ورځ کې دکتاب اوقلم چې پوهې اوژوندانه لپاره بنسټ دى درناوى کوي  او علم اوپوهه چې دانساني تمدن او ژوندانه په لور دانسانانو دلارې ډيوه ده درناوى  او قدر داني کوي .
کتاب او قلم داسلام په مبين دين  اوپه افغاني فرهنګ کې لوړ مقام او دريځ لري  دغه دواړه زموږ خلکو ته ناپيژاندې کلمې نه دي بلکې له پخوا زمانو راپه دې خوا يې زموږ دخلکو له ژوندانه اوبرخليک سره پيوند خوړلى دى  او وده يې کړې ده اود اسلام مبين دين په  الهي کتاب او کلام سره موږ ته معرفي شوى دى   او دقرآن عظيم الشان ، آسماني  کتاب لومړى آيت  داقره  په پاکې کلمې يعنې  ولوله  سره پيل شوى دى. اوپه دې ترتيب لوى خداى (ج ) دکتاب او دلوستلو ارزښت  بشريت ته  ور وښود. هغه کتاب چې تر زياتې اندازې پورې معنوي ارزښت لري چې لوى خداى (ج)  بشريت ته خپلې لارښوونې  په څلورو کتابونو کې خلاصه کړي دي واقعيت دا دى که چيرې خط اوکتاب نه واى ښايي موږ انسانانو نن هماغه بدوي  ژوند درلود.
افغانستان شتمنيو اودلرغوني فرهنګ خاوند هېواد دى  دافغانستان دتاريخ پاڼې  له زياتې زمانې را په دې خوا په دغه لرغوني هېواد کې دزيات شمير شاعرانو ، ليکوالو ، څيړونکو ، طبيبانو او دعالمانو او دديني مدرسو دشتون  خبرې  کوي اوثابتوي  چې زموږ هېواد دفرهنګي اومعنوي شتمنيو په لحاظ بډاى هېواد دى . په تيرو وختونو کې  دکتاب لوستل او مطالعې فرهنګ زموږ دافغانانو دورځني  ژوندانه يوه برخه وه . خو زموږ دهېواد اوسنى حالت  دتيرپه پرتله توپير لري .
دمطالعې انګيزه او جاذبه لکه څنګه  چې په تيرو وختونو کې يې شتون درلود اوس نشته .  نن ورځ دکتاب اودکتاب لوستوونکي پيداکول دواړه سخت کارونه دي . که چيرې څوک  له مطالعې سره مينه ولري  دخپلې خوښې کتاب ډير کم پيداکوي  او که چيرې  کتاب موجود وي دهغه دمطالعې مينه وال کم دي.
ستونزه په دې کې ده  چې  دمطالعې انګيزه او اهميت موږ  په تيره بيا  زموږ ځوانانو ته  کم بيان شوى دى .
له بلې خوا په هېواد کې وروستيو څو ديرش کلونو پيښو زموږ دخلکو ذهن  او فکر په نورو لومړيتوب لرونکو ځايونو کې  مصروف کړي دي  او دمطالعې ، څيړنې  او تحقيق وخت يې نيولى دى . په دې ترڅ کې  دښوونځيو او دنورو تحصيلي موسسو دزده کوونکو اومحصلانو نه پاملرنه  او داړتيا وړ کتابونو دچاپولو په برخه کې  دمنابعو کمښت چې وکولاى شي  اوسنيو اړتياو  ته ځواب ووايي ددې سبب شوى دى  چې په هېواد کې دمطالعې فرهنګ نه يوازې  وده  ونه کړي بلکې دتير په پرتله لا پسې پيکه شي .
په تيرو وختونو کې  داسې دود و چې په ښوونځيو او تحصيلي موسسو کې ښوونکو او استادانو ، زد ه کوونکي اومحصلان مطالعې ته اړ ايستل او دا کار يې په يو حتمي او ضروري کار بدل کړى و.
په داسې حال کې چې نن  دمطالعې ځاى  تزلزل نيولى دى  که چيرې داسې نه ده  آيا کولاى شو  په کابل  کې دنږدې پنځو مليونو تنو وګړو په شتون کې  په ورځ کې  دکابل  عامه کتابتونونو ته په اټکلي ډول ددرې سوه تنو مراجعه  دقناعت وړ وبولو ؟  په داسې حال کې چې  په يوه ټلويزيوني شبکه کې مبتذل تجارتي پروګرام ديو ساعت لپاره  کولاى شي  په سلګونو مراجعه کوونکي ولري .
په هېواد کې دمطالعې دپيکه کيدو په برخه کې  زياتې خبرې شته چې نه شو کولاى ټولې يې په څو کرښو کې خلاصه کړو. خو واقعيت دا دى چې موږ دخپلې ټولنې دوګړو داړتيا اومينې وړ کتابونو په  چاپولو او تکثير کې  کم کار کړى دى .اوپه کابل  دهېواد په نورو ښارونو کې  دکتاب پلورنې بازارونه  په نورو هېوادونو په تيره بيا په  ګاونډيو هېوادونو کې له چاپ شويو کتابونو څخه ډک دي چې  زياتره يې دچاپوونکو هېوادونو له مفکورې ، ايډيالوژۍ ، سياسي نظر اوله ټولنيز تعريف څخه زيانمن دي. او که چيرې کتابونه  ژباړل شوي وي  بياهم نوې منابع نه دي   دهېواد په  دننه کې چاپخونې هم معياري نه دي او که چيرې دکوم  کتاب اويا رسالې چاپولو ته اړتيا پيدا شي بياهم  دپيښورښار دقصه خوانۍ بازار ته  مراجعه کيږي  چې کار يې هم په کيفي لحاظ  اوهم په بنسټيز لحاظ معياري نه دى .  ددغو ستونزو ترڅنګ  په کابل کې  دکتاب پلورنې مشخص بازار  نشته او نه شو کولاى  دښار  په يوه څنډه کې  دڅو کوچنيو غرفو شتون  دکتاب پلورنې لپاره بازار وبولو.
په ډاګه خبره دا ده چې په هېواد کې دمطالعې فرهنګ په بيلابيلو اړخونو کې اوله يوشمير منابعو څخه زيان ليدلى دى چې بايد وڅيړل شي .
بايد په ښوونځيو اوتحصيلي موسسو کې د کتاب مطالعه دزده کوونکو اومحصلانو داساسي دندو يوه برخه وي .
حکومتي بنسټونه او فرهنکي موسسې  دډول ډول  او ارزښتناکو کتابونوپه چاپولو سره له ابتذال پالنې سره جګړې ته ور ودانګي اوپه دې ترتيب خلک ګټور او هدفمندې مطالعې ته ور وبولي.
په چاپخونو  ښه پانګونه وشي او د کتاب خپرونکي موسسې هلې ځلې وکړي چې په دې لاره کې دمخکښ رول ولوبوي ، په کابل  او دهېواد په نورو ښارونو کې  دکتاب پلورنې دمارکيټ په توګه يو مناسب ځاى په پام کې ونيول شي .
حکومتي بنسټونه اوفرهنګي موسسې ، سياسي ګوندونه او دمدني ټولنې فعالان دې دکتاب لوستلو دسياليو په ترسره کولو  دمطالعې دفرهنګ ملاتړ وکړي له دې پرته دمعاصرې تکنالوجۍ په شتون کې  چې له بده مرغه په  افغانستان کې  ناوړه  استفاده ور څخه کيږي نور نه شو کولاى دمطالعې په احياکولو او دکتاب لوستلو دفرهنګ په ودې باور ولرو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته