ټولنه

په روزګان کې له سلګونو بې ځایه شویو کورنیو سره مرستې کېدل

ترینکوټ باختر د وږي ۲۵ مه د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې نن له ۳۰۰ بي ځاي شوي کورنیو سره د غیر خوارکي تو مرسته وشوه. د دغې مرستې د وېش پرمهال د روزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید باختراژانس ته وویل :دغه مرستې د آی پي آی موسسې له لوري شوې او په هغو کورنیو به وویشل شي چې د روانې جګړې له امله تازه بې ځایه شوي وي. د آی پي آي موسسې ولایتي مسوول نصیب الرحمان وايي، په دغو توکو کې پنځلس قلمه توکي شامل دي چې په اړمنو کورنیو به وویشل شي. هغه وايي: پلان لري چې په نږدې راتلونکې کې به د دغه ولایت په دهراود ولسوالۍ کې هم له ۲۱۰ کورنیو سره ورته مرسته وکړي. په ورته وخت کې هغه کورنۍ چې روانې جګړې ترې هرڅه اخیستي د مرستې په اخېستو خوښي وښوده او له دولت څخه یې د نورو مرستو غوښتنه وکړه.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته