
کابل باختر دمرعومې اووه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون په کابل کې دبريتانيا له سفير نيکلاس کي سره وکتل .
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، په دې کتنه کې کابل ته دملګروملتو دسازمان دامنيت شورا دغړو دوروستي سفر په باب خبرې وشوې او دبريتانيا سفير دامنيت شورا دغړو دبريالي سفر او دافغانستان دحکومت د ښه کوربه توب له امله اجراييه رييس ته مبارکي وويله .
دبريتانيا سفير دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دنوي غړي دانتخاب له امله مبارکي وويله او هيله يې وکړه چې دکميسيون دغړو بشپړيدل دانتخاباتو دترسره کولو بهير ګړندى کړي .
په دې غونډه کې پاکستان ته دښاغلي نيکلاس کي دوروستي سفر په تعقيب دافغانستان او پاکستان داړيکو په باب اوږدې خبرې او څيړنې وشوې .
په دې غونډه کې دغه راز دواړو لورو ليوالتيا څرګنده کړه چې دواړه هېوادونه له اوسني حالت څخه په استفادې سره دګډې همکارى او له تروريزم سره دمبارزې او دتروريستانو دپټنځيو د دړې وړې کولو په خاطر دګډې همکارى په لاره کې صادقانه او ټاکونکي ګامونه واخلي .
ختم_ ف _ اکرم