١- کابل / د وري ٣٠مه / باختر
کابل ښاروالۍ په تېرو ٢٤ ساعتوکې د کابل ښار له بېلابېلو ساحو څخه څه دپاسه ٢٧٠٠ ټنه کثافات راټول او لېږدولي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کابل ښاروالۍ د تنظيف رياست منسوبينو په تېرو ٢٤ ساعتوکې د کاري شفتونو په جوړولو سره له ښار څخه د ٢٧٠٠ ټنو کثافاتو پر راټولولو او لېږدونې بريالي شوي دي.
دغه تنظيفي کار د کابل ښاروالۍ د تنظيف رياست له ٢٨٠واسطو څخه په استفادې سره د ښار د حالت د ښه والي په موخه ترسره شوى دى.
ختم – ج – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ