-کابل باختر دليندۍ درې ويشتمه :
د فارياب ولايت د بيړنيوحالاتوکميټې د روان ژمي او راتلوونکي پسرلي د طبيعي پيښو لپاره تيارى نيولى دى .
د فارياب ولايت د بيړنيو حالاتو د کميټې رييس باخترآژانس ته خبر ورکړ: د طبيعي پيښو د رامنځته کيدو په صورت کې يې دڅه ناڅه دوه زره کورنيو لپاره تيارى نيولى دى چې په دغو مرستوکې خوراکي توکي، لګښتي مالونه او نغدې پيسې شاملې دي.
خبرځاى وويل: د طبيعي پيښو د رامنځته کيدو په صورت کې ځواب ورکول کيږي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ