سادات:زياتره شکايتونه د انتخاباتو د خپلواک کميسيون له کارکوونکو څخه دي.
نورستانى: په هغه صورت کې چې ثابته شي ددغه کميسيون کارکوونکو سرغړونه
او تقلب کړى دى؛ عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي کيږي.
کابل باختر دوري دمياشتې ٢٠ :
د انتخاباتو دخپلواک کميسيون او د انتخاباتي شکايتونو دکميسيون رييسانو نن په يوه ګډه غونډه کې وويل: هغه اړونده کارکوونکي چې سرغړونه او تقلب يې کړى وي؛ تر قانوني پوښتنې لاندې به ونيول شي.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: په دې خبري غونډه کې دانتخاباتي شکايتونو د کميسيون رييس عبدالستارسادات څرګنده کړه چې په انتخاباتي سرغړونه او تقلب کې د انتخاباتو دخپلواک کميسيون د کارکوونکو د لاس لرلو په باب زيات شمېر رسمي شکايتونه ترلاسه کړي دي .
ده وويل: که چيرې دغه شکايتونه ونه څيړل شي؛ دانتخاباتوشفافيت به ترپوښتنې لاندې ونيول شي .
د انتخاباتي شکايتونو دکميسيون دمسوولينو دڅرګندونوله مخې: تراوسه پورې په دغه کميسيون کې يوزرو شپږ سوه دوه مورده رسمي شکايتونه ثبت شوي دي چې څه دپاسه اووه سوه مورده يې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون دکارکوونکوله خوا په سرغړونې او تقلب پورې اړه لري .
دغه راز په دې غونډه کې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس ډاکتر احمديوسف نورستاني وويل: که چيرې ثابته شي چې ددغه کميسيون کارکوونکي په سرغړونه او تقلب کې لاس لري؛ عدلي اوقضايي بنسټونو ته به ور پيژندل شي.
د انتخاباتو دخپلواک کميسيون د مسوولينو د څرګندونوله مخې: د انتخاباتو قسمي نتيجې به په څو راتلوونکو ورځوکې او ابتدايي نتيجې د روان کال د ثور د مياشتې په څلورمه نيټه اعلاميږي.
د انتخاباتو وروستۍ نتيجې به د ثور د مياشتې په ٢٤ نيټه اعلام شي.