امنیت

په لوګرکې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې يوشمېر وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل – باختر د ليندي دولسمه :
دملي اردو منسوبينو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې يو شمېر وسله والومخالفينو ته مرګ ژوبله واړوله او د هغوى يو قوماندان يې نيولى دى .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: د ملي اردو منسوبينو د لوګر ولايت د څرخ ولسوالۍ په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې يوشمېر وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته .
دغه راز دملي اردو دخاصې قطعې منسوبينو د وسله والو مخالفينو يو قوماندان دقندهار ښار د دويمې ناحيې په مربوطاتوکې ونيوه او يوه اندازه دولتي ضد سندونه يې ترلاسه کړل .
ديوبل خبر له مخې: دخوست ولايت دصبريو ولسوالۍ په مربوطاتوکې د وسله والو مخالفينو له خوا په واټ کې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله دملي اردو يو منسوب شهيد او يوتن بل ټپي شو او دهلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم يو تن ټپي شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته