نړۍ

په کراچي کې د نوى تاوتريخوالى له امله پنځه تنه ووژل شول

کراچي فرانتيرپست   باخترد وري  دمياشتې  ١٧ :
دپاکستان په کراچي ښارکې د تاوتريخوالي په دوام څه ناڅه پنځه تنه نور ووژل شول.
دپاکستان د رسنيو دخبرله مخې: دغه پنځه تنه په تيرو ٢٤ساعتو کې دکراچي ښار په بېلابېلو ناحيوکې په ډزوسره وژل شوي دي.
د دوو تنو وژل شويوکسانو مړي په واټونوکې ترلاسه شوي دي او د يوې ښځې په ګډون، درې تنه نور د موټرسايکل سپرلو له خوا په جلاجلا بريدونوکې وژل شوي دي او ددغي ميرمني ميړه ټپي شوي دي.
د دووتنو وژل شويوکسانو هويت څرگند شوى دى .
له بلې خوا د پوليسو ځواکونو د کراچي په جناح کالوني کې د قصدي وژنو د يرغل ګرو د موندلو په عملياتوکې څه ناڅه نهه ويشت تنه نيولي دي.
په داسې حال کې چې د کراچي ښار امنيتي ځواکونه تل د فرقه يي بريدونو او د قصدي وژنو د بندولو لپاره هلې ځلې کوي؛ خو هره ورځ ددغه شان تاوتريخوالي خبرونه رارسيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته