نړۍ

دپاکستان ددفاع وزير: له روسيې سره داړيکو پراختيا دپاکستان لپاره دستراتيژۍ اصل دى

 اسلام آباد   پاکستانۍ رسنۍ باختر د ليندۍ دمياشتې  ١٣ :
دپاکستان ددفاع وزير  داسلام اباد _ مسکو  داړيکو پراختيا دخپل هېواد په بهرني سياست کې  يوه اساسي ستراتيژي وبلله  او ټينګار يې وکړ چې پاکستان
ددغو اړيکو په دوام هوډمن دى .
دپاکستان دحکومتي رسنيو دخبرله مخې : خواجه محمد اصف  دغه ټکى  پرون مازيګر  په کراچۍ کې ددفاعي صنايعو دنړيوال نندارتون دکتنې  ترڅنګ  طرحه کړ او زياته يې کړه  چې له  روسيې سره دلسګونو کلونو  سړو اړيکو له تيريدو وروسته  په دې بريالي شوي  يو  چې دغه اړيکې  بيا له سره پيل کړو او له مسکوسره داړيکو دپراختيا  په تګلوري کې ديون په دوام هوډمن يو.
روسيه دکراچۍ ددفاعي صنايعو  په نړيوال نندارتون کې دبرخه والو هېوادونو له جملې څخه ده  او دلومړي ځل لپاره يې  په دغه  نندارتون کې ګډون کړى دى.
ده په بيلابيلو برخو کې دپاکستان او چين ترمنځ  پراخو اړيکو ته  په اشارې سره وويل :  هلې ځلې کوو چې دپاکستان  _ روسيې اړيکې هم دپاکستان  _ چين  داړيکو په شان پراختيا ومومي .
خواجه محمدآصف  روسيه او چين  دنړۍ ددوو  سترو قدرتونو په توګه   وبلل  او  له دغو دوو سترو  نړيوالو قدرتونو سره يې  داړيکو  په ساتنې  اوپياوړتيا باندې ټينګار وکړ.
دپاکستان او روسيې  اړيکو چې په څو تيرو لسيزو کې يې  سوړ  او کمزورى دوران  تير کړى و ، په وروستيو مياشتو کې  په ځانګړي توګه ددفاعي او نظامي همکاريو په برخه کې ديادونې وړ  حرکتونو ډګر دى .
څه موده مخکې دروسيې ددفاع وزير سرګني شويګو پاکستان ته سفر وکړ او دواړو  لورو ددفاعي همکاريو په برخه کې يو قرارداد لاسليک کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته