کابل باختردتلي دمياشتې ١١ نيټه :
د ښار په دروازو او ديوالونو د ولسي جرګې د يو شمېر نوماندانو له خوا د انتخاباتي تصويرونو لګول د هېواد د يو شمېر اوسيدونکو غبرګونونه را پارولي دي.
د يو شمېر جايدادونو خاوندان د ولسي جرګې د نوماندانو د دغه اقدام په اعتراض کې د دوى په شخصي ملکيتونو د تصويرونو لګول بې حرمتي وبلله او له هغوى څخه غواړي چې په غير مجاز ځايونو او شخصي ملکيتونوکې دې خپل تصويرونه ونه دروي .
يو شمېر ښاريان د ولسي جرګې د نوماندانو دغه عمل د انتخاباتي مبارزو پرخلاف بولي او له کابل ښاروالۍ څخه غواړي چې له غيرمجاز ځايونو څخه دې دغه تصويرونه چې د ښاريانو د ځورونې سبب کيږي، لرې کړي.
د کابل ښار يو اوسيدونکى شجاع احمد هم د نورو ښاريانو په شان له دې له امله شکایت کوي او وايي: هغه نوماندان چې قانون ته په احترام شعارونه ورکوي، د قانون په ماتولو سره يې خپل انتخاباتي مبارزې پيل کړې او د ښار په هره برخه يې د تصويرونو په لګولو سره د ښارهينداره زيانمنه کړې ده.
د کابل ښار د دهبوريو اوسيدونکې فرشته کبير وايي: په ښارکې د نوماندانو د تصويرونو او شعارونو لګول د ښار بڼه يې په بشپړه توګه بدله کړې ده او دا کار په ښار د بينظمۍ سبب شوی دى.
دا له مسوولینو څخه غواړي چې نوماندانو ته د تصويرونو د لګولو لپاره مناسب ځاى وټاکي ترڅو له دې وروسته خپل تصويرونه د استوګنې په کورونو، دکانونو، موټرونو، ستنو، د برښنا په صندوقونو او د ښار په نورو ځايونوکې ونه لګوي او د ښاريانو د ځورولو سبب نه شي .
دغه راز د کابل ښاروالۍ د کلتوري خدمتونو د چارو رئيس مصطفی سعيدي د نوماندانو د تصويرونو د راټولو خبر ورکړ او ويې ويل چې دوى خپل اشتهارات د اننتخاباتو د کميسيون د لايحې پرخلاف په نامناسبو ځايونوکې لګولي دي.
د ده د څرګندونوله مخې: له نامناسبو ځايونو څخه د دغو تصويرونو راټولول له يوې خوا په انتخاباتي مبارزوکې بېنظمي کمیږي، له بلې خوا په مناسبو ځايونوکې د دغو تصويرونو لګول لکه د ښاروالۍ په بل بوردونوکې د کابل ښاروالۍ د عوايدو څانګې ته د يو مشخص عايد سبب کيږي ترڅو د ښار د بيا رغاونې په برخه کې مصرف شي.
د چاپيريال ساتنې د اړيکو او عامه پوهاوي آمر اقبال همدرد وايي: په نامناسبو ځايونوکې د اشتهاراتو لګول د بصري ککړتيا سبب کيږي او د ښاريانو په روحيې باندې منفي اغيزه کوي.
ده د چاپيريال ساتنې د ککړتيا د مخنيوي په برخه کې مبارزه د دغې ادارې له لومړتيوبونو څخه وبلله او زياته يې کړه چې د چاپيريال ساتنې اداره د انتخاباتي مبارزو له پيل څخه مخکې د انتخاباتو کميسيون ته يو دستورالعمل وليږه ترڅو نوماندان په نامناسبو ځايونوکې د خپلو تصويرونو له لګولو څخه ډډه وکړي او د انتخاباتي مبارزو له پاى ته رسيدو وروسته خپل اشتهارات ټول کړي.
پاى ذکرالله
0 2 دقیقې لوستل