امنیت

يو ډار اچوونکى ووژل شو او دوه تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول .

کابل باخترد سلواغې ديارلسمه :
دکونړ ولايت په مربوطاتو کې پرون له ډار اچوونکو سره دامنيتي ځواکونوپه نښته کې دداعش دتروريستي ډلې يوغړى ووژل شو او ٢ تنه  نور ټپيان شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ چې تيره شپه دداعش دتروريستي ډلې غړو دکونړ ولايت دوټه پورې ولسوالۍ په مرپوطاتو کې له دفاعي  او امنيتي ځواکونوسره نښته پيل کړه چې د ٢٠١ سيلاب قول اردو  دلومړى لوا دشپږم کندک دپرسونل له ځپنده  ګوزارونو سره مخامخ شول او له امله يې دداعش دتروريستي ډلې يوغړى ووژل شو او ٢ تنه نور ټپيان شول او دښمن له ساحې څخه تيښتې ته اړ شو .
دغه راز ډار اچوونکو دوسايطو ضد دوه ماينونه چې دورانکارو اوتروريستي عملونو دترسره کولو لپاره دکابل ولايت دسروبي ولسوالۍ داوزبين درې او دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې ځاى پرځاى کړى و، له چاودنې مخکې ددرېيمي  پلې لوا دانجنيرى دپرسونل له خوا کشف او شنډ کړى شول .
  ختم_ عطالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته