امنیت

دمخالفينو يوسرګروپ ووژل شو او يو پوليس شهيد کړاى شو .

سرپل باختر دغبرګو لى ٣٠ مـــــــــــه

په سرپل ولايت کې تيره شپه په يوه نښته کې يو وسله وال مخالف ووژل شو.او يو سيمه ييز پوليس شهيد کړاي شو.

دسرپل ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت امراو سرپرست سمونوال سيدجهانګيرباختراژانس ته وويل: يوې ډلې وسله والو مخالفينو تيره نيمه شپه د سرپل ښار په سيلبرکوچه سيمه کې په يو کمين کې له سيمه ييزو پوليسو نښته وکړه چې ددواړو لورو ترمنځ په جګړه کې د مخالفينو دډلې سرګروپ محمد چې په اهنګر مشهور دى ووژل شو او يو تن بل يې ټپي شو او له نيولو وروسته تردرملنې لا ندې دى .

دغه راز په دې نښته کې پو سيمه ييز پوليس هم شهيد کړاي شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته