امنیت

په فراه کې عمليات دوام لري .

کابل _باختر دوري اته ويشتمه :
دفراه ولايت په مربوطاتو کې دعملياتو په بهير کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه عمليات له ډار اچوونکو عناصرو څخه د سيمو دپاکولوپه مقصد دملي اردو له خوا په فراه ولايت کې پيل شوي دي .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ چې همدا اوس دغه عمليات دفراه ولايت دپشت کوه ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوام لري او له امله يې  پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نور يې ټپيان شول .
په فراه ولايت کې دملي اردو دپوځونو عمليات ټاکلو هدفونو ته تر رسيدو پورې دوام کوي .
  ديوبل خبر له مخې، دبادغيس ولايت دبالامرغاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو د ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې يو وسله وال مخالف ووژل شو ، دوه تنه ټپيان او يو بل مخالف ونيول شو .
  ويل کيږي چې په دغو عملياتو کې ددرندو او سپکو وسلو يوه اندازه مهمات او شپږ موټرسايکلونه ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته