نړۍ

نښتې د سوريې حمص ته دمرستې رسوله مخه نيسي.

دمشق   وى  او اى نيوز   باختر دسلواغې دمياشتې ٢١
د ملګرو ملتو دسازمان مقامات وايي په حمص ښار کې دنښتو بيا پيل کيدو
دغه ښارته دبشردوستانه مرستو دليږلو مخه نيولې ده .
باختر آژانس د وي  – او  – اى نيوز دانټرنټي سايټ  له خولې خبر راکړ: 
دنښتو  لورو موافقه کړې وه   چې په    دغو مرستو دملکي وګړو د لاسبري  په مقصد ، نښتې د دريو ورځو لپاره بندې کړي خو دشنبې په ورځ نښتې له سره
پيل شوې .
د سوريې دهلال احمر لپاره د مرستې رسولو دعملياتو رييس  خالد ارکتوسي داسوشتدپرس خبري آژانس ته وويل : دغه سازمان هلې ځلې کوي چې زيات شمير ملکي وګړي له حمص څخه  وباسي.
دهلال احمر مسوولينو ويلي دي چې ددغه سازمان يو موټر چلوونکى  د ده په ليږدونکي واسطې دناپيژندل شويو يرغلګرو  دشنبې دورځې په بريد کې ټپي شوى دى  .  ددغه سازمان مسوولين وايي چې دحمص ښار ته په مرستو بار وسايطو دکاروان په شاوخوا کې دهاوان ماينونه لګيدلي دي او دحمص ښار په نورو سيمو هم  دهاوانونو   ډزې شوي دي  .
دسوريې دولت او مخالفين يو بل دهغه اوربند د ماتولو مسوول بولي چې دمرستې رسولو او له حمص څخه د ملګي وګړو له وتلو سره دمرستې لپاره ټينګ شوي وو .
دملګرو ملت دسازمان چارواکې وايي دغه راز نيت لري هغو کسانو ته چې په حمص ښارکې دي   دبشردوستانه مرستو ليږلو او د  ځوړو، درملو او د اړتيا وړ نورو لومړنيو توکو تامينولو ته  دوام ورکړي.
د  سوريې د دولتي ځواکونو له خوا حمص ښار يو کلنه کلابندي   په  دغه ښارکې دخوراکي توکو دسخت کمښت سبب شوې  ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته