ټولنه

د هرات والي د دغه ولایت له معلولینو سره وکتل

کابل/دمرغومي ۱۴مه باختر
د هرات والي نن د دغه ولایت له یوشمېر معلولینو سره وکتل او د هغوی ستونرې یې واوریدې.
د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ د هرات والي شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلامجار د دغه ولایت له یو شمېر معلولینو سره په کتنه کې د هغوی ستونزو برسېره د دغوستونزو د حل کولو په خاطر اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د یوبل خبر له مخې، د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د کبابیانو سیمې دیني عالمانو او قومي مخورو د هرات له والي سره په کتنه کې د اسلامي امارت له پروګرامونو څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.
په دې کتنه کې د هرات والی شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلامجار له اسلامي امارت څخه د خلکو له ملاتړه مننه او قدرداني وکړه او ژمنه یې وکړه چې د حکومتولۍ په بېلا بېلو برخو کې به د دینی عالمانو او د اړوندو برخو د ماهرانو له نظریو او سلا مشورو به استفاده وکړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته