کابل باختر د سلواغې دمياشتې ٢٤ :
دماليې وزير اکليل حکيمي نن په کابل کې دسويډن دشاهي هېواد له سفير اندريس سابيرک سره دخپل کار په دفتر کې وکتل .
د ماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې د اس او ام او جې اس ام بي دڅارنې دګډ بورد د لوړ رتبه هيئت غونډې لپاره د حکومت دتياريو، دنړيوال بانک او دپيسو دنړيوال صندوق دپسرلنۍ غونډو او دافغانستان په باب دبهرنيو چارو دوزيرانو دکنفرانس چې په ٢٠١٨ کال کې جوړيږي ، دولسي تړون دپروګرام ، دبودجې د لګښت دميکانيزم ، دافغانستان دبيارغاونې دوجهي صندوق لپاره دنوې ستراتيژۍ او دانتخاباتو دترسره کولو په باب خبرې اترې وشوې .
ديادونې وړ ده چې سويډن دافغانستان اوږدمهال شريک دى او دسولې ، کار موندنې او داقتصادي ودې په ګډون په بيلابيلو برخو کې زياتې مرستې کړې دي.
0 1 دقیقه لوستل