ټولنه

په سرپل کې د يوه ګابيوني دېوال د جوړولو کار پيل شو

کابل/ د تلې ٢٨ مه / باختر
د سرپل ښار د خرابه کلي د سيند ترڅنګ د يوه ګابيوني دېوال د جوړولو کار نن پيل شو.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: د سرپل والي عبدالقادر آشنا ددغه دېوال د کار د پرانيستلو په غونډه کې وويل چې دغه دېوال کولاى شي د موسمي سېلاوونو له خطر څخه بڼونه، زراعتي ځمکې او د استوګنې کورونه وژغوري.
دغه دېوال د ١٥٠ مترو په اوږدوالي، د اوبو او برېښنا وزارت د څه دپاسه څلورو مليونو افغانيو په لګښت جوړوي.
ختم- ج -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته