امنیت

بايد د هېواد د مدافعانو د ژوندانه او برخليک په نسبت بې توپيره ونه اوسوو

 کابل باخترلړم دمياشتې ١٠ نيټه  :
د پوليسو او د هېواد د هغو نورو خدمتګارانو د احوالو  پوښتنه او څيړنه چې د هېواد او د ملي ارزښتونو په دفاع کې دي؛ يوه کاري،اخلاقي او ديني وجيبه ده او په دې برخه کې هر راز بې پروايي کيداى شي د ملي خيانت تر پولې پورې محاسبه شي .
د باختر آژانس سياسي مفسر ليکي:
د غور او کندز په ولايتونوکې د پوليسو د منسوبانو د ردونکى  حالت  د پوليسو  د افرادو او منسوبانو په نسبت د غيرمسوولانه او آن له دښمنۍ ډک چلند څرګندوى دى چې په ميړانې او سرښندنې سره د ملي ارزښتونو په دفاع کې دي او په ډيروکمو امکاناتو سره د پرديو د ګوډاګيانو او د بنسټپالنې او ډار اچونې د عواملو پرخلاف مبارزه کيږي .
د غور او کندز په ولايتونوکې د جګړو په جبهو کې د خوراکي او لوژستيکي توکو  او مهماتو نشتوالى د دې سبب شو چې د پوليسو منسوبان، هغه کسان چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي؛ د لوږې د له منځه وړلو او د خپلو ګيډو د مړولو لپاره له فاسدو شويو خوړو څخه استفاده وکړي او يا د خلکو کورونو ته مراجعه وکړي او يا هم  له اوبو سره د يوې ټوټې وچې ډوډۍ په خوړلو سره بسوالى وکړي. په داسې حال کې چې چارواکي په خپله په امنيت او سوکالۍ کې ژوند کوي او په خپلوکورونو او دفترونوکې د ژوندانه له ډيرو ښو امکاناتو څخه ګټه او خوند اخلي.
هغه څه چې د کندز او غور په ولايتونوکې د پوليسو د ځواکونو د دردونکي حالت په باره کې ويل کيږي، د هغو ستونزو يوه بېلګه ده چې زموږ امنيتي ځواکونه ورسره لاس او ګريوان دي.
دا امکان لرې نه دى چې زموږ اتلان يعنې زموږ سرتيري په نورو ولايتونوکې له دغه شان ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ دي. له شک پرته اوسنى دردونکى حالت چې په کندز او غورکې د پوليسو منسوبان يې زغمي؛ د کورنيو چارو وزارت په مربوطاتوکې د تدارکاتو په برخه کې د فساد دشتون زيږنده دي. هغه پديده چې د کورنيو چارو وزارت مقامات ور باندې اعتراف کوي.
په دغه وزارت کې خبرځايونو ويلي دي چې د غور او کندز د ولايتونو په امنيه قوماندانيوکې د خوراکي او لوژستيکي توکو د نشتوالي په اړوند د تدارکاتو د برخې دوه تنه ماموران تر څارنې لاندې نيول شوي دي، په داسې حال کې  چې دغو دوو تنو دغه حالت د پوليسو په افرادو تپلى دى چې د دښمن د بريد او توطيې په نسبت څو برابره بد دى. بايد د دغو دوو تنو او هغو ته د ورته کسانو د پوښتنې بهير په داسې ډول تعقيب شي چې د ملي خيانت د يوې دوسيې په توګه وڅيړل شي.
په دفاعي او امنيتي بنسټونوکې دفساد مسئله کومه نوې خبره نه ده، موږ په وار وار په وسله والو تروريستو ډلو د دغو بنسټونو د وسلو، مهماتو او د لوژستيکي توکو د پلورنې خبرونه اوريدلي دي. يوځل هم  د افغانستان د اسلامني جمهوريت  جمهور رئيس محمداشرف غني د کورنيو چارو وزارت د فساد مرکزبللى و، خو په دغو بنسټونوکې له فساد سره د مبارزې څرنګوالى نامعلوم پاتې شو او که چيرې دغه مسئلې څيړلې شوې هم وي؛ خلکو ته معلومات ورنه کړاى شول.
د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان له دولت څخه هيلې دا دي چې په خپله يې ويلي دي چې په هېوادکې عدالت تطبيقوي، دا دي چې د دغه  هېواد د بچيانو د هغو کسانو چې په ډيرو بدو شرايطوکې د هېواد د دښمنانو په وړاندې جنګيږي او خپل ټټرونه يې ډال کړي دي؛ ستونزې حل شي او بايد دغه ارګانونه په دې برخه کې له جديت څخه کار واخلي چې د نظام په نسبت د خلکو اعتماد او باور پياوړي شي. که نه په دغه شان حالت کې به نور  څوک  اعتماد و نه کړي  چې خپل بچيان د وسله وال پوځ  له ليکو سره يوځاى کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته