خبرونهټولنه

بغلان کې لسګونو کورنیو ته کورونه جوړ او د وېش لړۍ یې پيل شوه

کابل، د لېندۍ ۲۲مه، باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په بغلان کې ۱۰۱ کورنیو ته د کورونو د سپارلو لړۍ پیل شوه.

دغه وزارت ویلي چې دغه کورنۍ د یاد ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د مؤظفو ټيمونو له لوري سروې او په نښه شوې چې دغه کورونه به ورته په شفاف ډول ووېشل شي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ هر کور دوه خونې، يو دهليز او يو تشناب لري چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لوري د ۳ زره او ۳۰۰ امريکايي ډالرو په لګښت په پاخه او اساسي ډول رغول شوي دي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته