کابل، د غبرګولي ۲۵ مه، باختر
د یونیسف موسسې د بامیانو د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ پرون پر ۲۶۰ کورنیو روغتیايي بستې ووېشلې.
د باميانو د کليو د بيا رغونې او پراختيا رئيس وويل، چې په دې مرستو کې د لاس مينځلو ٢٦٠ کارتنه صابون، د روغتيايي اعلاناتو ٢٦٠٠ پوسترونه او د اوبو پاکولو ٥٢ زره ګولۍ پر ٢٦٠ کورنيو ووېشل شوې.
د يادونې وړ ده، چې دغه روغتيايي بستې د وروستيو پېښو او وچکالۍ له امله پر زيانمنو شويو کورنيو ووېشل شوې.
د يو بل خبر له مخې؛ د یونیسف ادارې پر ۳۱۱ اړمنو کورنیو خوراکي او روغتیايي بستي ووېشلي.
د بامیانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس محمد طاهر شاکر وویل، په دې مرستو کې وريجې، اوړه او د حفظ الصحې يوه بسته، د لاسونو مینځلو صابون او د اوبو بوشکې شاملې دي.
د هغه په وينا، دغه مرستې د وروستيو سېلابونو او وچکالۍ له امله پر زيانمنو شويو کورنيو وېشل شوې دي.
\ ذ