سیاست

جمهور رئیس غني پر مولوي غلام جیلاني شوی ترهګریز برید په سختو ټکو وغانده

کابل باختر دلړم شپاړلسمه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني هغه ترهګریز برید چې له امله یې د غزني ولایت جید دیني عالم مولوي غلام جیلاني شهید شو، په سختو ټکو غندي.

په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوررييس دوياند دفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي.

جمهور رئیس غني د دغه ناځوانمردانه عمل د غندلو په ترڅ کې وویل، مولوي غلام جیلاني جید عالم او مصلح شخصیت و، چې د عامه اذهانو په روښانولو، د دیني ارزښتونو په پاللواو اصلاح ذات البین برخه کې یې وطن او خلکو ته زیات خدمتونه ترسره کړل.

جمهور رئیس زیاته کړه، طالبان په هغو عالمانو او مشرانو بریدونه کوي چې د دوی واقعي څېره رسوا کوي  او د دوی دغه وړ بریدونه له دیني عالمانو او مشرانو څخه د دوی د وېرې ښکارندوی دي.

جمهور رئیس وویل، طالبان باید په دې پوه شي، چې د افغانستان په عامو خلکو په ځانګړي ډول په دیني عالمانو او مشرانو د بریدونو له لارې خپلو شومو موخو ته نشي رسېدلی، بلکې له دیني او ملي ارزښتونو څخه د دفاع په لاره کې زموږ د خلکو عزم او اراده نوره هم پیاوړې کوي.

جمهور رئیس غني خپل د ډاډګېرنې مراتب د مولوي غلام جیلاني کورنۍ ته وړاندې کوي او د خدای تعالی په دربار کې یې د کورنۍ غړو ته د جمیل صبر دعا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته