سیاستخبرونهامنیتاقتصاد

جمهوررییس غني د ترانسپورټ وزارت د اصلاحاتو او کړنو راپور واورېد

کابل / د غویي ۴مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ترانسپورټ وزارت له رهبرۍ سره په غونډه کې د یاد وزارت د اصلاحاتو او کړنو راپور واورېد.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، د ترانسپورټ وزیر قدرت الله ذکي او د دغه وزارت معین اکبرجان پولاد، د ترانسپورټ وزارت عمومي لیدلوری تشریح کړ.
وروسته د یاد وزارت رییسانو د اصلاحاتو بهیر، ننګونو، فرصتونو، سیمه ییز اتصال، د شرکتونو د معیاري کولو او ملي بس وضعیت د ښه والي او د مقررو او طرزالعملونو د طرح او تدوین په اړه جمهوررییس ته راپور ورکړ.
جمهوررییس غني د ترانسپورټ وزارت رهبري پلاوي د راپور له اورېدو وروسته، د مالیې او ترانسپورټ وزارتونو او ښاروالۍ او ترافیکو ادارو ترمنځ پر لازیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.
جمهوررییس لارښوونه وکړه چې د ځمکنیو دهلېزونو، بندرونو، صادراتو د زیاتوالي او ترانسپورټ سکتور د راتلونکي په اړه باید واضح لیدلوری موجود وي.
هغه همدا راز د ترانسپورټي شرکتونو پر معیاري کولو او د پراګندګۍ د مخنیوي په اړوند خبرې وکړې.
جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې د ترانسپورټ برخې پر دیجیټلي کولو ټینګار وکړ او په ټولو برخو په ځانګړي ډول په ترانسپورټ برخه کې یې د مرکزي آسیا هېوادونو پانګونه مهمه وبلله.#
پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته