کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٧
په هرات کې دتنکيو ځوانانو د فوټبال دسياليو دويم پړاو پرون په دوو لوبو سره پيل شو.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل:
په لومړۍ لوبه کې د کوثر ټيم د صفر په مقابل کې په دوو سره دميوند په ټيم بريالى شو او په بله لوبه کې دکهسان ټيم د پنالتي په ګوزارونو سره د دريو په مقابل کې په څلورو سره د آزادۍ ټيم ته ماتې ورکړه .
ددغو سياليو دويم پړاو د اتو ټيمونو ترمنځ پرون په هرات کې پيل شو چې هره ورځ په دوو لوبو سره دوام مومي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ