کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ۵ مه
د نړۍ د خوړو سازمان په کندز ولايت کې په اړو کورنيو خوراکي توکي وويشل.
د کندز د والي وياند عصمت الله مرادي باختر آژانس ته وويل چې د نړۍ د خوړو سازمان د کندز ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ کې په ۳۴۰ اړو کورنيو اوړه او غوړي وويشل .
دغه مرستې له سروې وروسته د دغې ولسوالۍ د ملکي او پوځي مسوولينو په وړاندې په اړو او مستحقو کسانو وويشلې شوې .
ختم_ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ