روغتیا

په اچين کې د ستر او قوي بم استفاده ددغې ولسوالۍ د اوسيدونکو په روغتيايي وضعيت کې هېڅ راز زيان نه دى رامنځته شوى

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٨ :
دعامې روغتيا وزارت  وياند ډاکتر وحيد مجروح پرون په يوه خبري غونډه کې وويل؛هغه بم چې امريکا دداعش ډلې داډو او سمڅو دله منځه وړلومقصدداچين ولسوالۍ په مهنددرې کلي کې استعمال کړ، د اوسيدونکو لپاره هيڅ راز روغتيايي زيان   نه لري
باخترآژانس دحکومت درسنيو دمرکز داطلاعاتي وينا له مخې  خبر ورکړ .
ډاکتر مجروح زياته کړه ؛ امريکا د دغه قوي او ستر بم  له استعمالولو څخه مخکې ټولې خواوې يې په  نظر کې نيولې  وې  ترڅو  د اچين   ولسوالۍاو په  خاصه  توګه   د مهمنددرې اوسيدونکو  روغتيا ته  زيان  متوجه نه  شي .
تيره پنجشنبه امريکا يو ستر  بم  چې د غيرهسته يي  بم   په   نامه   ياديږ ي په اچين ولسوالۍ کې استعمال کړ  د دغه بم   ستروالى او د ويجاړولو قدرت ته  په  پاملرنې   سره دسيمې اوسيدونکو د روعتيا لپاره د هغه دپايلو له امله انديښنې موجودې وې .خود عامې روغتيا وزارت  وياند دغه بم د انسانانو د روغتيا لپاره بې ضرره وباله اوويې ويل: په سيمه کې روغتيايي شواهداوڅيړنو ښودلي چې د هغو د ورغتيايي پايلو  په باب هيڅ راز انديښنه شتون نلري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته