امنیت

د قندهار دپنجوايي ولسوال ووژل شو

کابل باختر دغبرګولي  دمياشتې  ٣٠:
د قندهارولايت د پنجوايي  پخوانى ولسوال حاجي باران تيره شپه دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو.
د قندهار دوالي ويندوى دواخان مينه پال دباخترآژانس له خبريال سره په اړيکه کې ددغه خبر په تائيدولو سره وويل ، چې ددغه ولايت د پنجوايي پخوانى ولسوال حاجي باران تيره شپه د قندهار ښار دميرويس نيکه په سيمه کې دخپل کور په وړاندې  د دوو تنو وسله والو موټرسايکل سپروله خوا په  ډزو سره ووژل شو.
ده وويل پوليس ددغې قضيې دعاملينو دنيولو لپاره هلې ځلې کوي سره له دې چې دحاجي باران د وژلو مسووليت تراوسه چا په غاړه نه دى اخيستى خو طالبان ددغه تروريستي عمل مسوول  بلل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته