ټولنه

په يوه ترافيکي پيښه کې درې تنه ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول.

کابلباختر د وري د مياشتې ٢٤
په بدخشان ولايت کې پرون دترافيکي پيښې له امله درې تنه ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .
  دبدخشان ولايت ويندوى احمد نويد فروتن  دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه هغه وخت  وشوه چې يوسراچه ډوله موټر چې لس تنه پکې سپاره وو او  دواده په مراسمو کې دګډون لپاره روان وو په تشکان ولسوالۍ کې له واټ څخه ووت او په سيند کې  وغورځيد.
  فروتن وويل : په دې پيښه کې دوه نارينه او يوماشوم ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .
  دپيښې  ټپيان ددغې  ولسوالۍ دترافيکو  دپوليسو له خوا دبدخشان دکشم روغتون ته ليږدول شوي دي .
موظفو ډاکترانو دټپيانو حالت خراب بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته