امنیت

دخواجه بهاوالدين دولسوالۍ ودانۍ وسوځيده

کابل باختر د وري پنځمه :
په تخار ولايت کې پرون دوسله والو طالبانو دبريد دشنډولو په مقصد دامنيتي ځواکونو دمقاومت په نتيجه کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول او دولايت ودانۍ وسوځيده .
  دتخار ولايت دپوليسو وياند خليل اسير دباختراژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو له دريو استقامتونو څخه دتخار ولايت دخواجه بهاوالدين ولسوالۍ په امنيتي پوستو بريدونه وکړل او غوښتل يې دغه ولسوالۍ ونيسي چې دهېواد دامنيتي او دفاعي  ځواکونو له مقاومت  سره مخامخ شول.
ده څرګنده کړه: دبريد دشنډولو په بهير کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول او دغه راز  څلور تنه امنيتي ځواکونه هم ټپيان شول
اسير زياته کړه دبريد دشنډولو په بهير کې دخواجه بهاوالدين ولسوالۍ ودانۍ په بشپړه توګه سوحيدلې ده او دغه راز  ددغه ولايت دملي امنيت دمديريت ودانۍ هم په قسمي ډول ويجاړه شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته