امنیت

په فراه کې داتو تنو وسله والو طالبانو مرګ ژوبله .

کابل باختر دزمري  لومړى :
   په فراه ولايت کې  دځانګړو پوځي  عملياتو له امله  څلور تنه  وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه يې ټپيان شول .
ددغې ډلې يو ماهر ماين ښخوونکي چې ويل کيږي په دغه لويديځ ولايت کې يې دماين ښخولو په لسګونو خونړيو پيښو کې يې لاس درلود په وژل شويو کسانو کې شامل دى.
په دغو جګړه مارانو دبالابلوک ولسوالۍ په دووکليو کې ددوى په پټنځايونوکې دملي اردو دځواکونو بريد وشو اومرګ ژوبله ورته واوښته .
په فراه ولايت کې داردو ددويمې پلي لوا يوه قوماندان دباختراژانس  خبريال ته وويل چې په دغو عملياتو کې  ديوه ماين ښخوونکي په ګډون ددغې ډلې  څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې  ټپيان شول .
داردو ددغه قوماندان دڅرګندونو له مخې، پوځيانو ددغو عملياتو په بهير کې دبالابلوک  ولسوالۍ دوه کلي دتروريستي  ډلو له شتون څخه پاک کړل او دغه راز دجګړه مارانو دسپکو او درندو جنګي وسايلو  ددوه ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته