
کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
دماليې وزير په افغانستان کې د اروپا داتحاديې له سفير او خاص استازي سره په کتنه کې دبروکسل کنفرانس ته د افغانستان دتياري موارد په ډاګه کړل .
په هغې خبرپاڼه کې چې دماليې وزارت له لارې باختر آژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي .
دماليې وزير اکليل حکيمي په دې کتنه کې دبروکسل کنفرانس ته دلازم تياري او پرمختګونو ، دافغانستان دسولې او پرمختيا دملي چوکاټ دملي چوکات دملي لومړيتوب لرونکو پروګرامونو او دمتقابل ځواب ورکولو دچوکاټ له لارې په خپلو پښو دافغانستان د دريدو د ژمنو په باب هر اړخيز معلومات وړاندې کړل .
د اروپا داتحاديې سفير او خاص استازي دبروکسل کنفرانس ته دافغانستان دحکومت دتياري او پرمختګونو په هرکلي سره د اروپا په اتحاديه کې دترسره شويو پرمختګونو په باب مفصل معلومات وړاندې کړل .
دبروکسل کنفرانس د جندر او سيمه ييزو اقتصادي همکاريو په برخه کې په دوو حاشيوي غونډو سره داکتوبر دمياشتې په څلورمه او پنځمه نيټه دبلجيم په پايتخت بروکسل کې جوړيږي.