ټولنه

په لغمان کې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي

کابل / د چنګاښ ۱۶ مه / باختر
د کلیو د بیارغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ پروګرام په اډانه کې، د لغمان د مرکز مهترلام بابا په پنج پای میرعلي خېلو کلي کې د ۳ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار پیل کړی دی.
د لغمان د کلیو د بیارغونې او پرمختیا رييس وايي چې د یادې شبکې کار ۸۰ سلنه بشپړ شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې د دغې شبکې په بشپړېدو سره به ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابره شي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته