امنیت

په غزني ولايت کې دناامنۍ له پلوه ددغه ولايت دولايتي شورا انديښنه

کابل باختر د لړم نهمه :
دغزني دولايتي شورا غړو په دغه ولايت کې دناامنۍ  له امله انديښنه څرګنده کړه  او له حکومت څخه يې په دغه ولايت کې دامنيت دتامينولو غوښتنه وکړه .
  دباختراژانس دخبرله مخې ، دغزني دولايتي شورا  غړو په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې په دغه ولايت کې  دامنيتي حالت له امله انديښنه څرګنده کړه اوزياته يې کړه چې په تيره يوه مياشت کې په دغه ولايت کې امنيتي حالت لازيات خراب  شوى دى .
دغزني دولايتي شورا غړي حميد الله نوروز په دې کنفرانس کې وويل چې دوه
شپې مخکې دغزني ولايت دخوږياڼيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوسله والو طالبانو دډله ئيز بريد له امله نهه تنه افغان سرتيري شهيدان  او څلور تنه  نور ټپيان شول .
دغزني دولايتي شورا غړو له حکومتي چارواکو څخه وغوښتل چې ددغه ولايت دمرکز او اړوندو ولسواليو  دامنيت په تامينولو  کې زياته پاملرنه  وکړي چې ډار اچوونکي ونه کړى شي ددغه ولايت امنيت ګډوډ کړي .
خو دغزني دوالي وياند محمد عارف وايي چې افغان پوځيانو د ډار اچوونکو پرخلاف مبارزه کې هيڅ راز هلې ځلې نه دي سپمولي .
ده زياته کړه چې  دخوږياڼيو  ولسوالۍ په مربوطاتو کې دطالبانو دبريد له امله څلور تنه سرتيري شهيدان او څلور تنه نور ټپيان شول او وسله والو طالبانو دسردزيان په زغملو سره له ساحې څخه دتيښتې لاره غوره کړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته