امنیت

په هلمند کې دطالبانو دډلې دراکتي مرکز کشف .

-کابل باختر د زمري  اوولسمه :
په هلمند ولايت کې  دوسله والو طالبانو دډلې يو راکتي مرکز کشف شو .
  دغه مرکز  دهلمند ولايت  په ناوې ولسوالۍ کې  موقعيت درلود چې نن سهار  دملي امنيت  دحانګړو ځواکونو په عملياتو کې  کشف شو .
دهلمند ولايت دملي امنيت يوخبرځاى  باختراژانس ته وويل چې له دغه مرکز څخه څو توغندي ترلاسه شوي دي .
ده وويل  وسله والو طالبانو له دغه مرکز څخه  دهلمند په ځينو سيمو دخپلو راکتي بريدونو  دترسره کولو په خاطر  استفاده کوله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته