امنیت

حامدکرزي دملکي وګړو ظالمانه وژنه وغندله

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ٦ :
دافغانستان پخواني  جمهور رئيس  حامدکرزي  دغورولايت په فيروزکوه ولسوالۍ کې دملکي وګړو ظالمانه وژنه چې له امله يې  زموږ ديرش تنه هېوادوال  شهيدان شول ، په کلکه وغندله .
په هغې خبرپاڼه کې چې  دپخواني جمهوررئيس حامدکرزي ددفتر له خوا  رسنيو ته ليږل شوې ده دغه نه بخښوونکى عمل دټولو اسلامي او انساني موازينو له اصولو سره  په تضاد کې بللى  او ويلي يې دي ؛ د  افغانستان د   خلکودښمنان نه شي کولاى ترهيڅ عنوان لاندې  خپل دغه ناوړه عمل توجيه کړي بلکې  په خپل دغه کار سره يې دځان په نسبت دافغانستان دخلکو کرکه  او نفرت  څوبرابره زياتوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته